جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ بیا پخپل معیوب پړاو کې جنګي مجرمین وبښل!
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ بیا پخپل معیوب پړاو کې جنګي مجرمین وبښل!

خبر:

په سږني کرېسمس کې ولسمشر ټرمپ د هغو جنګي مجرمینو لپاره بخښنه وغوښته چې دوو تنو یې د روسيې په ځانګړو څېړنو کې خپل جرمونه منلي وو. څلور نور یې د ملکي عراقیانو په وژنه تورن وو او دری نور مجرمین یې په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو له ډلې وو. (نیویارک ټایمز، ۲۰۲۰م ډیسمبر ۲۴)

عراقیانو هغه مهال ټکان وخوړ کله چې ولسمشر ټرمپ د بلک واټر هغه څلور جنګي مجرمین وبخښل چې په ۲۰۰۷م کال کې یې جنګي جنایتونه ترسره کړي وو. (ټي آر ټي ورلډ، ۲۰۲۰م ډيسمبر ۲۴)

تبصره:

په ۲۰۰۷م کال کې د بغداد په نثار څلور لارې کې د بلک واټر وحشيانو په عام ډول ۱۴ عراقیان مړه او ۱۷ نور ټپیان کړل. د همدغو مجرمینو لپاره ولسمشر ټرمپ د بخښنې غوښتنه وکړه. دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر ټرمپ کرایي قاتلینو ته بخښنه کوي، له دې مخکې یې د موصل په سمندري ځواکونو کې ګلاګیر وحشي مجرم ته هم بخښنه وکړه. ګلاګیر او د هغه مېرمن یې د هرکلي لپاره راوبلل. (واشنګټن پوسټ)

د ټي آر ټي نړیوال ټلویزیون په یوه مرکه کې راغلي: «ولسمشر ټرمپ دا ثابته کړه چې عراق یې خپلواک نه، بلکې اشغال کړی دی. (ټي آر ټي)

دا به د لویدیځ هېوادونو وروستی ځل نه وي چې خصوصي شرکتونو ته د امنیت په سپارلو کې پر میتودونو معامله کوي او ترشا یې نړیوال سیاسي اهداف تعقیبوي، څو له دې لارې  ډبلې پیسې ترلاسه کړي. دا ډول هدفي وژنې او فعالیتونه ترسره کول له حکومت او استخباراتي کړیو پرته ناشوني دي.

د ولسمشر ټرمپ لخوا کرایي قاتلینو ته بخښنه کول په څه معنا؟ له دې څرګندېږي چې دا خصوصي شرکتونه خصوصي نه دي، بلکې ترشا یې دولتونه شتون لري، قوي طرحې ورکوي، څو د دوی پر مټ خپلې وحشي کړنې ترسره کړي او ترشا یې خپل ځانونه پټ کړي، همدارنګه خپلو موخو ته ورسېږي. که دوی دا ډول کرایي قاتلینو ته بښنه ونه کړي، ورو ورو به دا قاتلین کم شي او بیا به دا حکومتونه له نړیوالو محکمو کوم لوري ته تښتي؟ د کونډو، رنډو او یتیمانو لپاره عدالت چېرته دی؟

د امریکا او بریټانیا له لوري ملا ماتوونکي بندیزونه په دې وروستیو لسیزو کې د بې شمېره عراقیانو، افغانانو او نورو مسلمانانو وژنه د بشر په تاریخ کې ساری نه لري. د کافر غرب له لوري له اسلام سره دښمني د دوی له ویناوو څخه څرګندېږي. میډیلن البرټ او نور غربیان چې کومه دښمني په الفاظو کې څرګندوي، تر هغه ډېره کمه ده چې په زړه کې یې لري. اسلامي امت به تر هغه دا ډول ټکانونه خوري، څو چې له ژور خوب څخه پاڅېدلي نه وي. امامان به امت ته دا حساب ورکوي چې د ټوټه ټوټه امت یو ځای کولو په اړه یې غږ نه دی پورته کړی. کافر غرب په تېره بیا امریکا مسلمانانو او اسلامي مقدساتو ته هر ډول سپکاوی کړی او په بېلابېلو نومونو یې خپلې وحشي کړنې ستایلې دي. د دغو ټولو جرمونو د پټولو لپاره یې د بشر حقونو خیالي اصطلاح کارولې، هغه جنایتونه که په عراق کې دي، که په افغانستان او که په نورو ځایونو کې. په هر صورت دا جنایتونه یوازې د ګوډاګيو رژیمونو په ملګرتیا سره شوني دي. دغو وحشي وژونکو ته په بښنې سره د عراقي حکومت غبرګون څه و؟ د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غبرګون څه و؟ ټرمپ هڅه کوي چې د خپل معیوب پړاو په جریان کې له خپلو شریکانو سره ډېری ټکي ورستي کړي او د امریکا په تاریخ کې خپل ریکارډ ثبت کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

منال بدر

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې